به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د ۱۹ م پيړي د دريمي لسيزي څخه بيا تر ۲۰۱۱ م کال پوري چي په همدي جريان کي افغانستان د خپل حساس جغرافيوي موقيعت له کبله د مختلفو هيوادونو د يرغلونو لاندي

سال

: 2020.09.24

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1500

تعداد صفات

: 110

کد فایل

: 286

مقطع

: لیسانس

 مقدمه: د تاريخ او جغرافي پوهانو افغانستان د اشغالګرو هيوادونو د تګ راتګ د ستراتيژيک پل ، د وريښمو د لاري د تقاطع ، د نړي د بام ، د هند دروازه ، د اسلامي نړي د ختيځي دروازي ، د خنډ سيمه ، د تمدونونو څلور لاري ، د نړيوالي سوداګري د لويي لاري او په پاي کي ځينو د اسيا د زړه په نومونو سره نومولي دي. افغانستان د ۵۴۵ ق م څخه تر ۱۸۱۵ م کلونو پوري د هندوستان په پراخه خاوره باندي د يرغلګرو د ځغل ډګر په نوم پيژندل کيده، په ۶ او ۷ م پيړيو کي د هندوستان ، د پارس د ساساني هيواد ، د ماواء النهر د هيوادونو ، چين او د عربو د بحيري ترمنځ يي وجود درلود چي د وريښمو لويه لار ورڅخه تيريدله او د هند ، پارس ، چين ، ماوراء النهر ، عراق ، جزيرة العرب او د مصر د تجارتي قافلو د تګر راتګ لار وه. افغانستان د تاريخ په اوږدو کي د خپلو لوړو او ژورو له کبله تل د ځانګړي جيوپوليټيکي ارزښت څخه برخمن دي چي دغي ځانګړتيا د تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کي د وينو ډک کړکيچونه هم د ځانه سره لرلي دي، افغانستان په ۱۹ م پيړي کي د روس او انګليس ترمنځ د سيالي له امله د سيمي د خنډ ( د سيمي حايل ) په نوم د سوق الجيشي ځانګړي ارزښت پيداکړ. دي هيواد د ۱۸۱۵ م څخه تر ۱۹۸۹ م کلونو پوري په دي نوم چي د هند د بحر تودو اوبو ته تر ټولو لنډه لار ده ، د روسانو د حرص او تمي ښکار ؤ ، د سړي جګړي پر مهال د حساسي سيمي په نوم د پام وړ ګرځيدلي ؤ چي د سوړ جنګ وروستني جګړه ددي خاوري په کنډوالو او د مظلومو بچو په ککريو باندي ترسره سوه ، په دي جګړه کي که څه هم مجاهدين د خپل ولس په استازيتوب جنګيدل خو د تودو وينو لښتي چي وبهيدل پرته له دي چي د افغانستان خلک ورڅخه ګټه پورته کړي د نورو د ګټو درياب ته توي سول. غرب چي د لومړي نړيوالي جګړي پر مهال د افغانستان ملاتړي ؤ ، د شوروي د ړنګيدو او د سړي جګړي په پاي ته رسيدو سره بي له دي چي د جګړه وهلي هيواد او ددي ويرژلي او په وينو لړلي ملت په وړاندي مسؤليت احساس کړي ، خپل تلتک يي ټول کړ او ددي ستري جګړي له امله په وينو او خاورو لړلو شهيدانو د مړو ترڅنګ تير سول او افغانستان يي د سيمي واکمني ته پريښود. خو ډير وخت لا نه ؤ تير وسوي چي چي په مرکزي اسيا کي د تيلو او ګازو د پراخو زيرمو موندلو افغانستان ته يو نوي جيوپوليټيکي ارزښت ورپه برخه کړ او د لويي لاري په نوم چي په نړي کي د ( نړيوالي سوداګري د دروازي ) په نوم نومول سوي ده ، د پام وړ وګرځيد.

.

 لړلیک

   عنوان                                                                                                                                               صفحه

سـريـــزه            2

لـــومـړي فــصـل

د افغانستان جغرافيوي او جيوپوليټيک موقيعت

لومړي مبحث: د افغانستان جغرافيوي موقيعت      7

دويم مبحث: د افغانستان ستراتيژيک يا جيوپوليټيک موقيعت         7

دريم مبحث: د  ۱۸م پيړي په لومړي نيمايي کي د افغانستان جيوپوليټيکي  بڼه        8

دويم فصل

د افغانستان اړيکې د انګلستان سره

لومړي مبحث: آمير دوست محمد خان او انګريزان  10

دويم مبحث: آمير شيرعلي خان او انګريزان           15

دريم مبحث: آميرمحمد يعقوب خان او انګريزان     19

څلورم مبحث: آمير عبدالرحمن خان او انګريزان     22

پنځم مبحث: آمير حبيب الله خان او انګريزان       26

دريـــم فـــصــــــل

لويه لوبه او په افغانستان کښي د هغي برخه

لومړي مبحث: په لويه سياسي لوبه کي شوم غرضونه          38

دويم مبحث: د افغانستان شمال او جنوب ته په ديبي ګامونو ټوپونه  39

څلورم مبحث: د تجريد سياست او د بفر د طرحي ايجاد      44

پنځم مبحث: د سنټو او سياتو په تړونونو کي د افغانستان نه ګډون   47

څـــلـــــورم فـــصـــــــل

د لويو قدرتونو د دلچسپي منطقه

لومړي مبحث:په افغانستان کښي د برتانوي هند موخي      49

دويم مبحث: تزاري روسيه           53

پـنـځــــم فـــصـــــــــل

د افغانستان اړيکې د پخواني شوروي اتحاد سره

لومړي مبحث: د ترکي کودتا او عوامل يي 64

دويم مبحث: د حفيظ الله آمين دوري ته لنډه کتنه 67

دريم مبحث: پر افغانستان باندي د شوروي د سره پوځ يرغل او کارمل قدرت ته رسيدل او په وړاندي يي عکس العملونه  70

څلورم مبحث: د ډاکتر نجيب د حکومت پيل         75

شـپــــږم فــصــــل

د افغانستان اړيکې د امريکا سره

لومړي مبحث: دمحمد ظاهرشاه په وخت کښي د افغانستان او امريکا اړيکي 87

دويم مبحث: سردار محمد داؤد خان او د امريکا متحده ايالات         92

دريم مبحث:دشوروي دپوځي يرغل پرمهال دافغانستان اوامريکا اړيکي         96

څلورم مبحث: د مجاهدينو اسلامي دولت او امريکا 100

پنځم مبحث: د طالبانو اسلامي امارت او د امريکا متحده ايالات      103

خـــلاصــه         133

پـايـله    134

وړانديزونه          137

مأخذونه او سرچينې       140

 

منابع :

١- انديشمند، محمد اکرام ، امريکا په افغانستان کي، ژباړن: سيد عبدالله پاچا، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل ، کال ١٣٨۹ هـ ش

٢- ګروموف ، ب ، سري لښکري په افغانستان کي، ژباړن: داؤد جنبش، چاپ: دانش خپرندويه ټولنه پيښور، لومړي چاپ: کال ١٣۷۵ هـ ش، دويم چاپ: کال ۱۳۸۸ هـ ش.

٣- غبار، مير غلام محمد، افغانستان د تاريخ په اوږدو ک دوهم ټوک، ژباړن: سيد عبدالله پاچا، چاپ: ميوند خپروندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۴ هـ ش.

۴ـ رفيع، حبيب الله، د افغانستان لنډکي تاريخ، چاپ:ګودرخپروندويه ټولنه جلال اباد، لومړي چاپ:  کال ۱۳۸۷ هـ ش، دويم چاپ: کال ۱۳۸۸ هـ ش، دريم چاپ: کال ۱۳۸۹ هـ ش.

۵ـ سانجر، ډاويډ اي، د امريکا جګړه ولي بده سوه، ژباړن: بلال عبدالرحيم زي، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۹ هـ ش.

۶ـ عطايي، محمد ابراهيم، د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، چاپ: ميوند خپرندويه ټولنه کابل، کال ۱۳۸۳ هـ ش.

۷ـ حامدي ، خليل احمد ، سور ښامار، چاپ: مومند خپرندويه ټولنه جلال اباد،  کال   ۱۳۹۱ هـ ش.

۸ ـ ولي محمد، روسي پراختيا غوښتنه او افغانستان، چاپ: دانش کتابتون پيښور، کال ۱۹۹۹ م.

۹ـ شيرزاد، پوهندوي منګل، افغانستان د نړيوالو سياستونو محراق، چاپ: همدرد خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۹۱ هـ ش.

۱۰: عطايي، ديپلوم انجينر کريم، شهيد سردار محمد داؤد خان او د چنګاښ د ۲۶ نيټي پاڅون، ژباړن: اميرجان وحيد احمدزي، چاپ: مومند خپرندويه ټولنه، کال ۱۳۹۱ هـ ش.

۱۱ـ م.م.ع، د ډيورنډ تړون څه وخت او څرنګه لاسليک سو، ژباړونکي: څيړنياره راضيه اندړه، چاپ کال: ۱۳۸۹ هـ ش.

۱۲ـ مختار، انجينر نذيراحمد، د افغانستان لنډ تاريخ، چاپ: نوي کابل خپروندويه ټولنه پيښور.

۱۳ـ کاکړ، ډاکتر محمد حسن، د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدي بي ثباتي پيلامه، خپروندوي: د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، جرمني، کال ۱۳۸۸ هـ ش.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059